Asset 1SWN

کابل کې د ۵۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

۱

کابل کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د ۵۵ بې‌وزله جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د امام علي په نوم د یاد خیریه بنسټ مسوولان وايي چې د دغه ډله‌ییز واده د جوړېدو موخه یې ټولنه کې د ناسمو دودونو له‌منځه وړل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد بنسټ د مسوولانو په وینا، په ډله‌ییز واده کې د هرې جوړې لپاره د کور اړین وسایل او نور توکي د ډالۍ په توګه هم ورکړل شوي دي.

له دې وړاندې هم پر کابل سربېره د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم د ځینو خیریه بنسټونو له لوري د هغو کسانو لپاره د ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي چې کلونه کلونه د بې‌وزلۍ له امله د واده کولو توان نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

افغانستان کې د ناسمو دودونو او کله نا کلنه د کورنیو ترمنځ د سیالیو له امله د زوم پر کورنۍ لوړ ولور او د واده لوړ مصرف کېښودل کېږي چې ځوانان یې د پوره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو کې مزدورۍ ته اړ کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام