Asset 1SWN

کابل کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

Capture-79

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورووستیو کې د نفتي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.

دوی له سلام‌وطندار سره خبرو کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نفتي توکو د بیو کنټرول برخه کې جدي اقدامات وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل ښار کې موټر چلوونکي فرید‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «فعلا د تېلو ټانکونه نه مدیریت کېږي، هر څوک چې هر څه وغواړي خرڅوي یې. که د تېلو یوه ټانک ته لاړ شئ، تېل به په ۷۳ افغانۍ وي، که بل ته لاړ شې، په ۷۴ افغانۍ خرڅېږي.»

کابل ښار موټر چلوونکي همداراز وايي چې یوازې د یوې ورځې په جریان کې د ډېزل تېل دوه افغانۍ لوړ شوي دي. د دوی په وینا چې د ګازو بیه هم پورته تللې ده.

دا مهال د هېواد بازارونو کې یو لیټر ډیزل په ۹۳ او یو لیټر پټرول هم په ۷۳ افغانیو پلورل کېږي. دې سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد بازارونو کې د نفتي توکو د بیو ټيټولو لپاره، لنډ وخت کې روسیې څخه د نفتي توکو د وارداتو زیاتولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلام‌وطندار ته وویل: «له روسیې سره د شوې هوکړې له مخې یو میلیون لېټر ډیزل او یو میلیون لیټر پټرول به هېواد ته راوارد کړو او موږ هېواد کې د نفتي توکو د بیو ټيټوالي لپاره له روسیې څخه د نفتي توکو لېږد به ژر پیل کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ښيي چې دا مهال د اړتیا وړ سوند توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو، روسیې او ایران څخه ته واردېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام