Asset 1SWN

سلام وطندار

د نن سهار په راکېټي بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي

WhatsApp-Image-2020-11-21-at-10.39.19-AM-270x152

کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن سهار پر کابل ښار ۲۳ راکېټونه لګېدلي چې له کبله یې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

خو عامې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه پنځه جسدونه او ۲۱ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې یوشمېر راکېټونه د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا، یاد راکېټونه د چهارکلا د برج برق، طاهري کوڅې، نعمت پلازې، سلام‌ پوهنتون ته څېرمه، ګل‌سرخ څلور لارې، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپین‌زر سړک، ملي ارشیف ته څېرمه او پنج‌صد فامیلي پر اړوندو سیمو لګېدلي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې نني راکېټي بریدونو په دې ډلې پورې تړاو نه لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام