پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو نيول زيات شوي

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وخت ټاکلی و چې خپل اسناد تمدید کړي، یا له دغه هېواد څخه ووځي. اوس چې د پاکستان حکومت له خوا ټاکل شوې موده پای ته رسېدلې، ورسره دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نيونه هم زياته شوې ده.

رانا ثنالله: پاکستان حق لري چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پر پټن‌ځایونو برید وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طا لبانو) پټن‌ځایونه په نښه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي،
افغانستان کې وسله‌والې ډلې نشتون نه‌لري او چا ته به ګواښ پېښ نه‌شي.

کابل کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورووستیو کې د نفتي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. دوی له سلام‌وطندار سره خبرو کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نفتي توکو د بیو کنټرول برخه جدي اقدامات وکړي. کابل ښار موټر چلوونکي همداراز وايي چې یوازې د یوې ورځې په جریان کې د ډېزل تېل دوه افغانۍ لوړ شوي دي. د دوی په وینا چې د ګازو بیه هم پورته تللې ده.

۲۰۲۲؛ افغانستان کې خونړیو بریدونو ګڼ‌شمېر کسان د غم په ټغر کېښنول

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول. د داعش ډلې خراسان څانګه په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په ډېری سیمو کې د شویو خونړیو بریدونو تر شاه وه.

د کابل پوځي هوايي ډګر کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

سرچینې وايي چې نن سهار په کابل ښار کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چاودنه د کابل پوځي هوايي ډګر قرول کې شوې ده. ټکور همداراز ویلي چې چاودنه مرګ‌ژوبله لري، خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي او جزییات به یې له رسنیو سره وروسته شریک کړي.