Asset 1SWN

تخار کې د کتابونو د پلور سوړ بازار؛ کتاب پلورونکو نورو کارونو ته مخه کړې

۲۰۲۲۱۲۰۹_۱۶۰۵۵۶

د تخار مرکز تالقان ښار کې یوشمېر کتاب پلورونکي د کتاب او قرطاسیې د پېر او پلور بازار نشتون څخه اندېښنه ښيي او وايي، که روان وضعیت دوام وکړي، اړ دي چې د ژوند د دوام لپاره بل کار ته مخه کړي.

دوی اوسني وضعیت کې مطالعې ته د ځوانانو نه ‌لېوالتیا د کتابونو د پېر او پلور بازار د سړېدو مهم لامل بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تالقان کې کتاب پلورونکی عبدالواحد سلام‌وطندار ته وویل: «د کتاب پلور مخکې ښه و او هره ورځ به مو پنځه او لس جلده کتابونه پلورل. په دې وروستیو کې یې پلور دومره کم شوی چې موږ یې اړ کړو، څو کتاب پلورنځی د خوراکي توکو پر پلورنځي بدل کړو.»

په ورته مهال تالقان کې  کتاب پلورونکي د دغه ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د کتاب لوستو فرهنګ ترویج لپاره سرپرست حکومت څخه د کتاب د نندارتونونو ترسره کولو غوښتنه کوي.

د تخار مرکز تالقان ښار کې کتاب پلورونکي عظیم‌الله میرزايي وویل چې په تېر یوه کال کې د بندیزونو او هېواد کې د ناورین له کبله د کتاب پلورلو بازار په کم‌سارې توګه لوېدلی دی. که پخوا ۸۰سلنه و، اوس ۱۰سلنه شوی دی.

د تخار اوسېدونکي د نجونو زده‌کوونکو پرمخ د منځنۍ او لېسو دورو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل او بهر ته د ځوانانو کډوالي، د کتاب لوستو فرهنګ د کمرنګه کېدو لاملونه بولي.

د تخار اوسېدونکي احمد خان وویل: «دې ولایت کې کتاب لوستل کم شوي، ځوانانو حضور درلود او اوس کم شوي او بهر ته تللي دي. هغه چې شته کتاب سره مینه نه لري او له انټرنټ ګټه اخلي.»

په ورته وخت کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست عین‌الدین مطمئن وايي، دغه ولایت کې د کتاب لوستو فرهنګ ترویج لپاره به کتاب پلورونکو سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې څو لسیزې جګړې او له امله یې رامنځ ته شوی اقتصادي او فرهنګي بحران لامل شوی چې هېواد کې د کتاب لوستو فرهنګ کمزوری پاتې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم تېرو دوو لسیزو کې مطالعې ته د ځوانانو مخه کولو هیلې زیاتې شوې وې، خو د جمهوري نظام په سقوط او د فقر په زیاتېدو سره، دغه هیلې یو ځل بیا منځه تللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام