Asset 1SWN

۲۰۲۲؛ افغانستان کې خونړیو بریدونو ګڼ‌شمېر کسان د غم په ټغر کېښنول

220930142518-02-kabul-blast-300922

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول.

له ۲۰۲۲ کال مخکې د اسلامي امارت او جمهوري نظام د ځواکونو ترمنځ نښتې لامل شوې وې چې د هېواد ډېری برخه ناامنه شي او واک ته د اسلامي امارت په بیارسېدو سره داسې تمه کېده چې هېواد به امنیت ټينګ او خلک به په ارامۍ کې ژوند کوي، خو د تمې خلاف افغانستان ۲۰۲۲ کال کې هم د ناوړه خونړیو پېښو شاهد وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم ۲۰۲۲ کال کې د هېواد امنیتي وضعیت په اړه وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې د نورو کلونو په پرتله هېواد کې امنیتي وضعیت نسبتآ ښه و، په دې معنی چې ستر عملیاتونه او د جبهو جګړې روانې دي او یوازې د پنجشېر، اندراب او د تخار او غزني په ځینو سیمو چریکي نښتې روانې دي، خو مهمه خبره دا ده چې خونديتوب نشته.»

د دې ترڅنګ چې د هېواد په ځینو برخو کې چریکې جګړې روانې دي، خو ډېری ناامنۍ د ځانمرګو بریدونو چاودنو او ترهګریزونو بریدونو له امله دي.

په ۲۰۲۲ کال خونړي بریدونه

د داعش ډلې خراسان څانګه په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په ډېری سیمو کې د شویو خونړیو بریدونو تر شاه وه.

بلخ کې د شیعه‌ وګړو پر جومات خونړی برید چې د روان ۱۴۰۱ کال د ثور په لومړیو کې وشو چې د داعش ډلې تر ټولو خونړی برید و. دغه برید چې د مزارشریف په «سه‌دکان» سیمه کې وشو له امله څه باندې ۳۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۸۰ کسان ټپیان شول.

له دې برید یوه ورځ وروسته داعش ډلې د کندوز امام‌صاحب ولسوالي کې په «مولوي سکندر» جومات کې چاودنه وکړه چې پایله کې یې ۳۶ کسان ووژل او ۴۷ نور هم ټپیان شول.

دې کال کې داعش ډلې کابل کې د اهل هنود پر عبادت‌ځای هم برید وکړ چې اسلامي امارت یاده چاودنه کې د دوو کسانو د وژنې او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ، خو عیني شاهدانو دې پېښه کې د لسګونه کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره کوله.

بل خونړی ځانمرګی برید د ۱۴۰۱ کال د وږي په یوولسمه هرات کې وشو چې په‌کې د هرات ښار د ګذرګاه جومات خطیب مولوي مجیب‌الرحمن انصاري له ۲۱ نورو کسانو سره ووژل شو او ۲۰ نور ټپیان شول. د دې برید مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سمنګان په جهادیه مدرسه کې هم چاودنې ۴۰ کسان ووژل او ټپیان کړل. په همدې ترتیب په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو خونړی او مرګونی برید پر کاج ښوونیز مرکز و چې له امله یې ۵۳ کسان ووژل او ۱۱۰ نور ټپیان شول. د یاد برید مسوولیت هم تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام