پرون مازدیګر د کابل ولایت د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، د درې پرلهپسې چاودنو په ترڅ کې له ۵۰ ډېرکسان ووژل شول او څه باندې۱۰۰کسان ټپیان شول. دغه چاودنې هغه مهال شوي چې د سیدالشهدا په نوم ښوونځي څخه زدهکوونکي د راوتو په حال کې وو چې د پېښې ډېری قربانیان هم زده کوونکي دي.
د قربانیانو کورنۍ نن د خپلو خپلوانو د جنازو د خښولو په مراسمو کې حکومت د ښاریانو د امنیت په ټينګښت کې پاتې وباله او د دې پېښې د عاملینو د نیول او سزا ورکولو غوښتنه یې وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نصرت چې د وژل شوې عاطفې پلار دی وایي: «دولت سفر دی. دولت خپل امنیت نه شي نیولی نو د خلکو امنیت به څنګه ټينګ کړي. دا دولت دولت نه دی یوازې ډاډګېرنه کوي، ۱۹ کاله یې تسلیت را کړی، دې تسلیت د چا درد دوا کړ، خدای دې له دولت څخه پوښتنه وکړي دا لومړی ځل نه دی او وروسته به هم نه وي.»
بلخوا، د قربانیانو کورنۍ خبرداری ورکوي، که حکومت د پېښې د څرنګوالي په اړه دوی ته ځواب ور نه کړي، دوی به یې په اړه خپل دریځ ونیسي.
- ننګرهار کې د کابل وروستۍ پېښې پر وړاندې د زدهکوونکو غبرګون
- جسد د چا دی؟ د عاطفې که د عاقلې؟
- پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ناوړه اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي
دوی وایي، د حکومت له لوري په کراتو دې ته ورته پېښو لپاره پلاوي ټاګل شوی او غونډې جوړې شوي، خو په وینا یې، ولس ته یې کره ځواب نه دی ورکړی. دوی ګواښ کوي، که د دوو اوونیو په ترڅ کې دولت ورته روښانه او قانع کوونکی ځواب ور نه کړي، په مدني اقداماتو به لاس پورې کړي.
دغې پېښې ګڼشمېر کورني او نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. په همدې حال کې نن د دې پېښې په غبرګون کې ننګرهار او بامیانو ولایتونو کې زده کوونکو لاریون وکړ او دا پېښه یې وغندله.