پنجشېر کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې د پنجشېر ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوې چې دوو کسانو په کې ژوند
د هرات-اسلامقلعه پر لویه لاره ټرافیکي پېښې د ا.ا د پنځو سرتیرو ژوند واخیست د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو یوه رنجر موټر له ټېلر سره ټکر کړی چې له امله یې د اسلامي امارت پنځه سرتیري مړه شوي دي.
ایران؛ ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان کډوال مړه او ۹ټپیان شوي ایراني رسنیو ویلي، په دغه هېواد کې یو موټر چې افغان کډوال یې په ناقانونه توګه ایران ته لېږدول، ټرافیکي پېښه کړې چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د دشت برچي برید د قربانیانو کورنۍ له حکومته د پېښې څېړل غواړي پرون مازدیګر د کابل ولایت د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، د درې پرلهپسې چاودنو په ترڅ کې له ۵۰ ډېرکسان ووژل شول او څه باندې۱۰۰کسان ټپیان شول. دغه چاودنې هغه مهال شوي چې د سید الشهدا په نوم ښوونځي څخه زدهکوونکې د راوتو په حال کې وو چې د پېښې ډېری قربانیان هم زده کوونکې دي.