د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو یوه رنجر موټر له ټېلر سره ټکر کړی چې له امله یې د اسلامي امارت پنځه سرتیري مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دغه ټرافیکي پېښه کې یو‌شمېر کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو کره شمېره یې نه ده روښانه. په ورته وخت کې سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه د رنجر او ټېلر موټر چلوونکو له لوري د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

بل‌خوا د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې د پېښې له ځای څخه د یاد ولایت حوزوي روغتون ته د اسلامي امارت د سرتیرو دوه مړي وروړل شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته وايي چې د پېښې ځای ته یې د ټپیانو د لېږد لپاره امبولانسونه لېږلي دي.

د اسلامي امارت محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو د موټر چلوونکو د تېز رفتارۍ او بې‌احتیاطۍ له امله ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې ګڼ‌شمېر خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام