د فراه امنیتي مسوولان او د دغه ولایت ځیني سیمه‌ییزې سرچینې سلام وطندار ته وایي چې دغه ټرافیکي پېښه نن د هرات- فراه پر لویه لار د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالي د شوز په کلي کې رامنځته شوې ده.

د فراه د امنیه قومنداني ویاند عبدالاحد احمدي وایي چې پېښه د یو شخصي موټر او د اسلامي امارت د ځواکونو د موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. احمدي وایي چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت ۱۰ تنه سرتېري هم ټپیان شوي دي

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د فراه د امنیه قومنداني ویاند د اسلامي امارت د ځواکونو د ټپیانو د شمېر په اړه څه نه وایي خو زیاتوي چې ټپیان د درملنې په موخه د هرات الفاروق قول اردو ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، د دوو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په همدې حال کې د فراه ځینې سیمه‌ییزې سرچینې دعوا کوي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي چې یوه نارینه، یوه ښځه او ۴ ماشومان دي.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د اسلامي امارت د ځواکونو په ګډون ۵نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌غوري او ګرندۍ تګ بلل شوې. د يادونې وړ ده چې تېره مياشت هم پر همدې لاره د يوه مسافر وړونکي بس او یو موټر سایکل د ټکر له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام