په هرات کې د کورونا ویروس د دویمې څپې په خپرېدو سره هره ورځ پر دغې ناروغي له ۳ تر ۵ اخته کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښيي چې له تېرو ۸ ورځو راهیسې د دغه ولایت په شیدايي روغتون کې پر کورونا ۳۳ اخته کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی په دغه ولایت کې د کورونا ناروغانو د مړینې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د دغې ادارې د سرویلانس ټیمونو د ارزونو پر بنسټ، په تېره لړم میاشت کې هم د مړینې ۲۴ مثبتې او ۳۹ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، تېره میاشت د ۱۷۲۴ کسانو پایلې ازمایل شوي چې د ۶۸۸ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

هغه زیاتوي، په دغه ولایت کې د کورونا ویروس له کبله د مړینې شکمنو پېښو شمېر ۱۲۷ او د مثبتو هم ۲۸۶ ته رسېږي.

هغه ورځ تر بلې پر کورونا ویروس د اخته کېدو پېښو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي او وايي، د کورونا ویروس هغه شکمنې پېښې چې په دغه ولایت کې ازمایل شوي، د ۴۵ تر ۵۰ سلنې هغو پایلې مثبتې وي.

د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸ ناروغانو په کابل، ۲ په ننګرهار، یوه په بلخ او یوه بل هم په لوګر کې خپل ژوند بایللی چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۵۲ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۱۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵ زره او ۹۶۳ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو، په ځانګړې توګه د ماسک پر کارولو او د ټولنیز واټن پر رعایتولو ټینګار کړی دی.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام