د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي بېګاه د محترلام ښار اړوند په قرارګاه سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
د لغمان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند صلاحالدین زاهد ویلي، دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د یاد ولایت د ملي امنیت رییس محترلام ښار کې پر ګزمې بوخت و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زاهد په وینا، په دغه پېښه کې د لغمان د ملي امنیت د رییس څلور ساتونکي ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته دا لومړى ځل دى چې په يوه ټرافيکي پېښه کې د دې ولايت لوړ پوړى چارواکى خپل ژوند له لاسه ورکوي.
لغمان د کابل او ننګرهار ولایتونو ترمنځ پروت ولایت دی چې ډېری وخت پهکې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له امله ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.