د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي، بېګاه شپه او نن سهار د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار  د دوو جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي سلام وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه ناوخته د کابل-جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند نارنج باغ سیمه کې یو کاسټر او سراچې موټر ټکر کړی چې له امله ۸کسان مړه شوي او ۱۰ ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي، په مړو شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته مهال اسدالله دولتزی زیاتوي چې نن سهار بیا د لغمان ولایت قرغیو سیمه کې یوې ټوډي او سراچې موټرو ټکر کړی چې په دې پېښې کې بیا ۱۲ کسان مړه او ۸ ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د قرغیو ولسوالي اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د کابل- جلال اباد پر لویه لار شوې ده.

دولتزی وايي، د دغو پېښو یو‌شمېر ټپیان د لغمان مرکزي روغتون او ځینې یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي سلام وطندار ته ویلي، له بېګانۍ او سهارنیو ټرافیکي پېښو څخه د لغمان ولایتي روغتون ته یو‌شمېر جسدونه او ټپیان ور وړل شوي دي، خو سملاسي کره شمېره نه لري.



د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي یو اوسېدونکی عبید جبارخېل وايي، بېګا شپه او نن سهار دوو جلا پېښو کې نږدې څلوېښتو کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د لغمان چارواکیو د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکیو بې احتیاطي ښودلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل- جلال اباد پر لویه لار دا وړ پېښې ډېر کله د موټر چلوونکو د ناپامۍ او ډېر سرعت له امله رامنځته کېږي.

پر دغې لار ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه د لارې تینګښت او په نشه‌يي توکو د موټرچلوونکیو روږدېدا هم هغه عوامل یاد شوي چې له امله‌یې دا شان ټرافیکي پېښې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام