Asset 1SWN

پاکستان کې د ورا موټر د چپه‌کېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي

200921077e4b191

د پاکستان د پنجاب په چکوال ښار کې د واده د ورا موټر د چپه‌کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن «دوشنبه د کب لومړۍ» راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه شپه رامنځته شوې او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رسنیو د چکوال کمیسارۍ مرستیال قره العین مالک له قوله ویلي چې دغه بس موټر له اسلام‌اباد څخه لاهور ته روان و او د لارې په اوږدو کې یې بریکونو کار پرېښی او له کنټرول څخه وتلی دی.

د نوموړي په وینا، د بس موټر ترڅنګ درې نور موټر هم کندې ته لوېدلي او یاده مرګ‌ژوبله یې رامنځته کړې ده. د راپورونو پر بنسټ، په دغه پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون شپږ ښځې هم مړې شوې دي.

دا د وروستیو دوو میاشتو پر مهال څلورمه مرګونې ټرافیکي پېښه ده چې پاکستان کې رامنځته کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې مسوولان د سړکونو او موټرونو خرابوالی، ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي دغه هېواد کې د ټرافیکي پېښو له لاملونو یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام