د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که ا.ا ټولپوښتنې ته غاړه کېږدي، چمتو دی چې مشروعیت یې ومني او له وسلهوال مقاومت څخه لاس واخلي.
امرالله صالح د بيبيسي هارډټاک خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې د ا.ا پروړاندې خپل وسلهوال مقاومت څخه لاس اخلي، خو په دې شرط چې د ټولپوښتنې لپاره یو میکانیزم رامنځته شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې: «که ټولپوښتنه کې ا.ا بریالی شو، نو مشروعیت به یې تول من، خو هغې ډلې ته چې د دسیسې له لارې واک ته رسېدلې، هېڅکله به تسلیم نهشم.»
امرالله صالح په دې مرکه کې د ا.ا یو کلنه واکمني، ناکامه بللې او په وینا یې، تېر یوه کال کې سرپرست حکومت ښځې څنډې ته کړي او افغانان یې له لوږې او لویې غمیزې سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې د مخکیني حکومت لومړي مرستیال لوېدیځ هم ملامت کړي چې د ده په وینا، پر ا.ا فشار نه راوړي او یوازې پر ځینو چارواکو بندیزونه لګولې دي.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره لوېدیځو ۱.۱ میلیون ډالر د بشردوستانه مرستو په نوم مرستې کړي چې په حقیقت کې دغه مرستې ا.ا سره شوي، څو خپل ځانونه پیاوړې کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې لوېدیځ باید افغانستان کې د یوه مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
افغانستان کې د ا.ا په واکمنېدو سره امرالله صالح پنجشېر ته لاړ او هلته یې له احمد مسعود سره یوځای د ا.ا پر وړاندې مقاومت پیل کړ. د راپورونو له مخې، نوموړی بیا یوه میاشت وروسته له پنجشېر تاجکستان ته لاړ.