امرالله صالح: که ا.ا ټولپوښتنې ته غاړه کېږدي، مشروعیت به یې ومنم

د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که ا.ا ټول‌پوښتنې ته غاړه کېږدي، چمتو دی چې مشروعیت یې ومني او له وسله‌وال مقاومت څخه لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې: «که ټولپوښتنه کې ا.ا بریالی شو، نو مشروعیت به یې تول من، خو هغې ډلې ته چې د توطیې له لارې واک ته رسېدلې، هېڅ‌کله به تسلیم نه‌شم.

بلنکین: د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره نغدې پیسې ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. بلنکین دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

شنونکي: د اسلامي امارت مشروعیت د نړیوالو د شرطونو منلو پورې تړلی

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه‌ګۍ سره ویلي، که افغانستان کې هر اړخیز دولت رامنځ ته نه شي، اسلامي امارت سیاسي واک نه‌شي ترلاسه کولای. کابلوف د افغانستان د سیاسي وضعیت څرنګوالي کې د ټولو قومونو ګډون او ونډه مهمه بولي.