د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د زور له لارې پر نورو د خپلو غوښتنو منل، هېڅکله مطلوبې پایلې نه دي ورکړي او د خلکو د کړاو او درد لامل شوي دي.

عبدالله عبدالله نن په خپل فېسبوک‌پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د ملي مقاومت جبهې د ویاند فهیم دشتي او عبدالودود ذره او یو‌شمېر نورو کسانو د وژلو په اړه یې خواشيني څرګنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فهیم دشتي د عبدالله عبدالله خوریی و او عبدالودود زره هم د افغانستان د ملي اتل احمد‌شاه مسعود خوریی کېده چې دواړه یوځای په پنجشېر کې ووژل شول. د ملي مقاومت جبهې پرون وویل چې فهیم دشتي او عبدالودود زره د مقاومت جبهې له یو‌شمېر نورو کسانو سره یوځای پر پنجشېر د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

که څه هم د ملي مقاومت جبهې د فهیم دشتي د وژنې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، خو طالبانو ویلي چې دشتي د جګړې په ډګر کې د دوی د ځواکونو له لوري نه دی وژل شوی.



د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوې خبري غونډه کې وویل چې فهیم دشتي د ملي مقاومت جبهې پورې تړلو د دوو قومندانانو ترمنځ په شخړه کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله ویلي چې فهیم دشتي په تېرو شلو کلونو کې د رسنیو او رسنیزو بنسټونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړ او په ټولنه کې یې د بیان ازادۍ د بنسټ‌یزه کېدو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتلې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال عبدالله د عبدالودود ستاینه هم کړې او هغه یې یو مبارز او با تجربه شخصیت یاد کړی چې په بېلابېلو پوځي او نظامي برخو کې یې خپلو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام