په پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې ویاند او د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس فهیم دشتي بېګاه شپه پر پنجشېر د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د فهیم دشتي وژنې د ګڼ‌شمېر خبریالانو، د رسنیو فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه له ځان سره درلودلي دي او هغه یې د ازادۍ اتل بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د نوموړي وژنې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی، د ازادۍ ترلاسه کولو او له جګړې سره پر مبارزه وژل شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسوول صدیق‌الله توحیدي لیکلي: «ملګریه، له څو اوښکو پرته نور څه نه لرو چې لاره کې یې درته بدرګه کړم. افسوس چې په دغه سفر یوازې لاړې او زمونږ زړه‌ مو زخمي کړ.»

د مقاومت جبهې له ویاندویانو څخه میثم نظري پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې فهیم دشتي او عبدالودود ذره له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.



هغه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره چې دوه وروڼه او ګران او مبارز همکاران مو له لاسه ورکړل. د احمد مسعود د دفتر مشر فهیم دشتي او د افغانستان د ملي اتل خوریی جنرال عبدالودود ذره نښتو کې وژل شوي دي.»

سره له دې چې د احمد مسعود په مشري د مقاومت جبهه د فهیم دشتي د وژل کېدو څرنګوالي په اړه څه نه وايي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دشتي له طالبانو سره په جګړه کې نه دی وژل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل چې د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي د دغې جبهې د اړوندو کسانو ترمنځ د شخړې له امله وژل شوی دی.

د مقاومت جبهې د ویاند فهیم دشتي وژل کېدو د ټولنیزو شبکو د کارونکو غبرګونونه هم را پورته کړي. دوی نوموړی ازاد مقاومت کونکی او وطن‌پاله کس بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام