کابل کې نن سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

وروسته له هغې چې پر پنجشېر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکې د بریدونو خبرونه خپاره شول، نن په کابل او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پر ضد په سلګونه کسانو پراخ لاریونونه وکړل.

بانکونو کې د پیسو کمښت د خوراکي توکو پر بیو منفي اغېز کړی

سره له دې چې په سوداګریزو تعرفو کې شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی، خو بیا هم د خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان‌جان الکوزی وايي، پخوا به د یوه موټر خوراکي توکو محصول نږدې ۵۰ زره افغانۍ کېده، خو اوس سره له دې چې محصول یې ۲۰ زرو افغانیو ته راټیټ شوی، مګر بازارونو کې د توکو بیې لا هم لوړې دي.

د طالبانو حکومت باید شیعه مذهب په رسمیت وپېژني

د افغانستان د شیعه علماوو شورا نن د هېواد د روان وضعیت په اړه په کابل کې خپله درېیمه غونډه جوړه کړه. د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو مشخصې غوښتنې وکړې. دوی وغوښتل چې په هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

روسیه: که د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه وي، د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په صورت کې به د دغه هېواد استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. لاوروف پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې روسیې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی.

ښځینه خبریالانې: کورناستي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو

د طالبانو له لوري د کندوز له نیولو وړاندې په دغه ولایت کې نږدې ۱۵ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغو رسنیو څخه نیمايي تړل شوي او خبریالان یې په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانې او کارکوونکې یې په کور ناستې دي. دوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ دي چې هېواد پرېږدي.