د طالبانو له لوري د کندوز له نیولو وړاندې په دغه ولایت کې نږدې ۱۵ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغو رسنیو څخه نیمايي تړل شوي او خبریالان یې په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانې یې په کور ناستې دي.

کندوز کې د خبریالانو د بنسټونو مسوولان وایي، وړاندې له دې چې کندوز ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي، د دغه ولایت په رسنیو کې نږدې ۵۰ ښځينه خبریالانې پر رسنیزو دندو بوختې وې، خو اوس یې ګڼ‌شمېر په کور ناستې دي او یو‌شمېر یې هم له دغه ولایت څخه کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویا چې دا یې مستعار نوم دی وایي، کندوز کې یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په یوې راډیو کې کار کاوه، خو اوس چې دغه ولایت د طالبانو لاس ته لوېدلی، نه شي کولای خپلې دندې ته لاړه شي.

دغه خبریاله وایي، په رسنۍ کې یې د دندې له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې برابرولې، خو اوس وزګاره ده، له ګڼو ستونزه سره لاس او ګرېوان ده او اړ شوې چې له دې ولایت څخه بلخ ته کډواله شي.

په همدې حال کې یوه بله خبریاله نبیلا محمدي چې په کندوز کې یې له تېرو دوو کلونو راهیسې له یوې محلي راډیو سره د ویاندې په توګه دنده ترسره کوله، وایي چې اوس وزګاره ده او په ناوړه وضعیت کې شتون لري او زیاتوي، که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ ده چې هېواد پرېږدي.



په همدې حال کې د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو سرپرست رییس مطیع‌الله روحاني وایي، تراوسه یې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو د کارکولو اجازه نه ده ترلاسه کړې او له همدې امله ښځينه خبریالانې باید تر بلې خبرتیا پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د نوموړي په خبره، د ښځينه خبریالانو د رسنیزو فعالاتونو په اړه به ځانګړې تګ‌لاره جوړه شي، څو دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلو فعالاتونو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندوز کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په داسې حال کې له روان وضعیت څخه اندېښنه ښيي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په رسینو کې د ښځينه خبریالانو پراخ حضور د پام وړ وو او په دې برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام