Asset 1SWN

په رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو کموالی؛ په ۶ میاشتو کې ۱۸ سلنه کمې شوي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د رسنیو د ښځینه کارکوونکيو ۱۸سلنه کمې شوي.

ياد بنسټ وايي، دغه شمېرې اندېښمنوونکې دي او همداراز په هېواد کې د خبریالۍ د کار د وضعیت د خرابوالي څرګندویي کوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، دغه سروې يې د هېواد له ټولو ۳۴ولایتونو چې له ۹۰سلنې څخه زیاتو فعالو رسینو په‌کې ونډه اخستې وه، ترسره کړې ده.

د سروې موندنې ښيي چې له ۳۰۰څخه زیاتو ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکيو د بېلابېلو عواملو لکه د امنیتي ګواښونو په ځانګړې توګه د وروستیو هدفي وژنو، د کورونا ویروس د خپرېدو، د معاش د کموالي او د رسنیو د مالي ستونزو له کبله استعفاوې ورکړي او یا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۳۹۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې ښیي چې په ټول هېواد کې ۱۶۷۸ مېرمنو د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه؛ خو دا شمېره اوس ۱۳۷۷ ته راټیټه شوې ده چې ۱۸سلنه کموالی ښیي.

له ۱۳۷۷ مېرمنو څخه چې دا مهال په رسنیو کې کار کوي ۳۲۱ هغه یې خبریالانې دي او پاتې نورې د رسنیو په بېلابېلو برخو لکه د رسنیو د پروډکشن او اداري چارو کې په کار بوختې دي.

 د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د موندنو پربنسټ، د رسنیو ډیېری ښځینه کارکوونکې په کابل ولایت کې دي، ورپسې په هرات او درېیم بیا بلخ ولایت دی. لوګر یوازینی ولایت دی چې هلته یوازې یوه مېرمن رسنیز فعالیت لري.

د يادې کمېټې موندنې همداراز ښيي چې په ۹ولایتونو کې چې غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، روزګان، میدان وردک او لوګر په‌کې شامل دي، هېڅ ښځینه خبریاله نشته او په‌دې ولایتونو کې یوازې ښځینه کارکوونکې د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

په ۵ نورو ولايتونو کې چې نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل په کې شامل دي، په رسنیو کې هېڅ مېرمن نشته. ددغې سروې له مخې  په تېرو شپږو میاشتو کې دوه ښځینه خبریالانې چې پخوا په زابل او پکتیا ولایتونو کې په کار بوختې وې، د امنیتي ستونزو له امله یې خپلې دندې پرېیښې دي.

د یادونې وړه ده چې روان لمریز کال کې د رسنیو ۴ ښځینه کارکوونکې د ناپېژاندو وسله‌والو په بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي چې دې کار په ټول افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر کار منفي اغېزه کړې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د اوسني وضعیت په اړه په  په اندېښنې سره وايي، په رسنیو کې د مېرمنو ځواکمن حضور د ازادو رسنیو او د معلوماتو د رسونې د ازاد بهیر جدي اړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام