Asset 1SWN

۲۰۲۰ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې ۲۶ سلنه ډېروالی

1440x810_cmsv2_87295070-49a4-5354-be49-aec3bdfe9f7a-5236756-p2d2zk52en2ge4n0x33p8oi37jf70r1jwyb71i9das

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور له مخې، ۷ خبریالان او رسنیز کارکوونکي  چې ۵ يې د هدفي ترورونو او ۲ نور يې د ماینونو د چاودنې په پایله کې وژل شوي دي. ۱۸ نور خبریالان او رسنیز کارکوونکي د دندې پرمهال ټپي شوي، ۱۰ خبریالان وهل شوي ټکول شوي،۴۷نور ګواښل شوي، ۲۸ خبريالانو سره بد او له سپکاوي ډک چلند شوی، ۱۳ خبریالان او رسنیزکارکوونکي له ناقانونه چلند سره مخ شوي او  ۷ خبریالان تښتول شوي او همداراز ۲ خبريالان هم د دندې پرمهال له غلا او شوکې سره مخ شوي.

 د يادې کمېټې له لوري د راټولو شویو معلوماتو له مخې طالبان او داعش ډله د خبریالانو پر وړاندې د تر ټولو زیاتو تاوتریخوالو او ګواښونو مسوول دي، دولتي مسوولان او کارکوونکي بیا په دې برخه کې دویم ځای لري.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور په داسې حال کې د ۲۶ سلنې د تاوتريخوالي ډېروالي خبر ورکوي  چې په ۲۰۱۹ کال ياد بنسټ د تاوتريخوالي ۱۰۵ پېښې  ثبت کړې وې.

ياد بنسټ تېر کال ويلي و چې په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۳.۲۲ سلنه کمه شوې وه.

په ۲۰۱۸ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ۱۲۱ ته رسېدلې وې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام