Asset 1SWN

بغلان؛ هغه مېرمن چې ۱۵ کلونو راهيسې د خاوند له لوري وهل ټکول کېږي

vlcsnap-2019-05-08-13h04m55s186-p2w4pj0club0nvkad9osubd4k4nejpm67w9krre45k

ګلدسته هغه مېرمن چې د بغلان له لرې پرتې ګذرګاه نور ولسوالۍ نه د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار ته راغلې، ترڅو ستونزې ته يې رسېدنه وشي.

ګلدسته وايي، له ډېرو کلونو را په دې خوا د خپل خاوند له لوري شکنجه او وهل ټکول کېږي؛ خو دا چې خاوند يې د گذرگاه نور ولسوالۍ د ملي امنيت کارکوونکی دی، امنيتي بسنټونه يې د نيولو توان نه‌لري.

د نوموړې په وينا، نږې ۱۵ کاله کېږي چې دغه وضعيت يې زغملی دی او اوس له حکومته عدالت غواړي چې وضعيت ته يې رسېدنه وشي.

د ګلدستې ورور نقیب‌الله وايي، سره له دې چې د بغلان امنيې قومندانۍ او د ښځو چارو رياست ته يې د خور د خاوند د نيولو لپاره مراجعه کړې؛ خو دا چې د خور خاوند يې د ملي امنيت کارکوونکی دی، د دوی غوښتنې ته پام نه کېږي.

ګلدسته له خپل ورور نقيب سره

د يادې کورنۍ غړي وايي، د ستونزو له کبله پلخمري ښار ته راغلي او بېرته خپل کلي ته نه‌شي تللی. دوی له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي چې ستونزې ته يې رسېدنه وشي.

له دې سره د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت وايي، د يادې مېرمنې شکايت يې گذرگاه نور ولسوالۍ ته لېږلی دی.

ومو غوښتل په راپور کې د گل‌دستې د خاوند نظر هم ولرو؛ خو بريالي نه شوو.

گذرگاه نور د بغلان د لرې پرتو او ناامنو ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي چې تخار ولايت سره نږدې ده او په ډېری سيمو کې يې طالبان فعاليت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام