Asset 1SWN

« د ډېری هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول طالبان دي»

Europe-p260n8ms3gr8vwpde7sri8utatr83v371dmhsyfd04

اروپايي اتحادیه، افغانستان کې د ناټو ملکي استازولۍ او همداراز د امريکايي او اروپايي هېوادونو سياسي استازولۍ وايي، طالبان د ډېری هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول دي.

کابل کې دغو سياسي استازوليو نن په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړيو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي دي او ويلي يې دي، د تاوتریخوالي په زیاتېدو افغانستان کې رسنۍ، علما، روغتیا پالان، مدني فعالان او ملکي وګړي تر هدف لاندې نیول شوي او نور باید دا لړۍ ودرول شي.

دغه ګډه اعلامیه د اروپايي ټولنې او ناټو تر څنګ د اسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، المان، هالنډ، اسپانیا، سویډن، برېټانیا، اېټالیا او امريکا صادره کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي، د طالبانو له لوري هدفي وژنې او تاوتريخوالی د چاپېريال ناامنۍ کې مرسته کوي چې ترهګر په کې په ازاده توګه فعاليت وکړي.

اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی ودروي او له ورانکاره فعالیتونو لاس واخلي. اروپايي ټولنې له افغان حکومت نه هم غوښتي چې د تاوتریخوالي، هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو وروستۍ پېښې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې اروپايي ټولنې ويلي، نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د انرژۍ، خوراکي توکو، اوبو سرچینو او د سړکونو جوړونې برخه کې ډېره پانګونه کړې، خو د طالبانو او نورو کړیو له لوري یې ويجاړونه غندي.

دغو هېوادونو ويلي، که ټاکل شوې وي چې افغانستان کې سوله راشي، بايد تاوتريخوالی ودرول شي.

اعلاميه کې ويل شوي: «موږ  له هغه چا سره اوږه په اوږه ولاړ یو چې د یوه ټول شموله سیاسي جوړجاړي له لارې شخړې پای ته ورسوي، خپلواکۍ، بشري حقونو او اقتصادي ودې ته ژمن وي.»

د يادولو ده چې په دې وروستيو کې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې چسپکي ماين چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

امنيتي مسوولان وايي، دغه چاودنې د طالبانو کار دی؛ خو طالبانو په دې چاودنو کې خپل لاس لرل ردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام