مشرانو جرګې نن سې شنبه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت رييس احمدضیا سراج د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه د زیاتېدونکيو هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو په اړه د وضاحت لپاره يادې جرګې ته ورغوښتي وو.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو تر شا د طالبانو لاس دی.

اندرابي وايي، طالبانو د دوحې تر هوکړې وروسته د مذاکراتو پر مېز  د امتیاز تر لاسه کولو لپاره خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

نوموړی زياتوي، طالبانو غوښتل د کندهار او هلمند په ګډون لوی ښارونه ونيسي خو ناکام شول نو ځکه یې پر هدفي بریدونو لاس پورې کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر وايي، یو شمېر ترهګرو اعتراف کړی دی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر شوې هوکړې وروسته دغې ډلې په لوګر کې د «عبیده» په نامه یوه ډله جوړه کړې ده چې په خبره یې موخه یې د دولتي کارکوونکيو، خبریالانو او مدني فعالانو ترور دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت ريیس احمد ضیا سراج وايي، روان کال په ټول هېواد کې  ۱۸۲۰۰ بريدونه شوي چې ۹۹ سلنه يې د طالبانو له لوري شوي او پاتې يو سلنه د داعش په ګډون نورو ترهګريزو ډلو کړي دي.

نوموړی زياتوي، په روان کال کې يې پر بېلابېلو جرمونو کې ښکېل له ۶ زرو زیات کسان نیولي دي چې له دې ډلې ۳۶۰۰ يې ترهګريز بريدونو کې، ۲۷۰ يې هدفي وژنو کې، ۷ يې په ځانمرګو بريدونو کې نيولي دي.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم  ويلي و، هدفي وژنې د طالبانو کار دی.

د يادولو ده چې يوازې په تېرو دوه مياشتو کې کابل او ولايتونو کې ۵ خبريالان، يو شمېر څارنوالان، د بشر د حقونو مدافعان او يوه د ښځو د حقونو فعاله په هدفي وژنو کې وژل شوي او حکومت تر اوسه پورې د يادو وژنو د څرنګوالي په دې اړه رسنیو سره معلومات نه دي شريک کړي.

تر اوسه پورې هېڅ يوې وسله‌والې ډلې د يادو بريدونو مسووليت هم نه دی منلی.

د خبريالانو او د بشر حقونو او د ښځو حقونو د فعالانو وژنو يو شمېر غبرګونونه هم له ځانه سره لرل چې تېره اوونۍ افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وويل، هدفي وژنې د سولې پروسه ګواښي او دا وژنې بايد ودرول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام