د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.

هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې د یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې د طالبانو له لوري د ځینو ناسمو او ګواښوونکو اقداماتو په اړه هم اندېښنې ښودلې او ويلي دي چې اسلامي امارت د افغانانو په منځ کې توپیري چلن کوي، ښځې یې له کړاوونو سره مخ کړي، د نجونو پوهنیز بهیر پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او ناانډوله سیاسي جوړښت لري.

هغې ویلي چې د اسلامي امارت له خوا یې د خپلسرو وژنو او تاوتریخوالي راپورونه هم ترلاسه کړي چې په وینا یې، د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي.

ډیبورا لاینز په افغانستان کې امنیتي اندېښنو ته په اشارې ویلي چې د داعش خراسان ډله اوس د کابل او ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ، په ټول افغانستان کې فعالیتونه کوي او په خبره یې، روان کال کې یې ۳۳۴ بریدونه کړي یا یې هم د دغه شمېر بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ ویلي، طالبان باید د افغانستان او خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا او له نړیوالې ټولنې سره پر کړیو ژمنو عمل وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ډیبورا لاینز ویلي، نړیواله ټولنه باید د میلیونونو افغانانو د ستونزو د حل او په سیمه کې د بې‌ثباتې مخنیوي په موخه کار وکړي او طالبان هم باید د نړیوالو مرستو ترلاسه کولو په موخه ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي؛ ځکه په وینا یې، دوی ته د نړیوالې ټولنې غوښتنې روښانه دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څه باندې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او افغانان له هماغه وخت راهیسې له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که دغه وضعیت نور هم دوام وکړي، ښايي هېواد کې بشري ناورین جوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام