ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ملکي وګړيو او په ځانګړي ډول د هېواد د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د ترهګريزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي، پيدا او سزا ورکړل شي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر امنيتي او دفاعي ارګانونو ته د لا ښه امنیت د تامین لپاره د جدي تدابیرو لارښوونه کړې ده.
اعلاميه کې همداراز راغلي: « د هېواد جمهورريیس اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملان پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.»
له بل پلوه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي چې افغان دولت د خلکو امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلی او له خلکو یې غوښتي چې د خپل امنيت ساتلو لپاره خپله لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې مدني فعالان، ژورنالستان، روغتیایي کارکوونکي، ملکي مامورین، قومي مشران او پوځي کسان د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
وروستۍ پېښه يې د پنجشنبې ماښام په کاپیسا ولایت کې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ وه چې له خپل ورور سره یوځای ووژل شوه او تر اوسه یې د برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.