تېره ورځ په ارګ کې د رسنیو د استازيو، د بیان د ازادۍ د قربانیانو کورنیو او یو شمېر دولتي چارواکيو په ګډون د خبريال ملي ورځ ونمانځل شوه.

له معمول سره سم مراسم پيل شول او چارواکيو یو په بل پسې خپلې ویناوې وکړې.

طبیعي ده چې داسې پروګرامونه مخکې له مخکې تنظيمېږي او د خبرو متن هم له وړاندې ليکل کېږي، ښايي ډېر کم ويناوال وي چې له متنه وينا ونه‌کړي.

په دې مراسمو کې  ولسمشر محمداشرف غني، د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير محمدطاهر زهیر او جمهوري رياست د عامه اړيکو او سټراټيژيکو اړيکو رييس وحید عمر د ارګ له لوري ويناوې وکړې.

هر ويناوال به چې دريځ ته پورته کېده، په کلکه به يې څرګنده کړه چې حکومت د بیان ازادۍ او د معلوماتو د ورکړې اصل ته ژمن دی.

د ولسمشر دويم مرستیال محمد سرور دانش د خبریالانو د وژنې او قتل د قضیو د بشپړ پوښښ په اړه خبرې وکړې او وحید عمر د بیان آزادي ته د ننګونو په اړه خبرې وکړې. محمد طاهر زهیر بيا د خبريالانو د ملاتړ او د بیان ازادي کې د حکومت د سمدستي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

خو خبريالان پوهېدلي چې دوی بايد پر حکومت څومره حساب وکړي چې د بیان ازادۍ او د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

وار ولسمشر غني ته ورسېد. نوموړي هم د نورو دولتي چارواکيو په څېر د رسنیو له ټولنې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د خبریالانو په هدفي بریدونو او هدفي وژنو یې انتقاد وکړ.

ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د بیان پر ازادۍ او د رسنیو پر کارکوونکيو بریدونه د هېواد پر راتلونکي برید دی.

ډېری وخت لیدل شوي چې ولسمشر په خپلو ویناوو کې یو ځانګړی چال کاروي او ناڅاپي دول د غږ اواز لوړوي او پر ناستو کسانو خپلې خبرې اوروي.

ولسمشر غني د بیان د ازادۍ لپاره د حکومت د بشپړ ملاتړ خبرې کولې؛ خو خبریالانو د ولسمشر غني څرګندونو ته څه د رضايت غبرګون ونه ښود.

په څرګنده توګه وینم چې د ولسمشر غني د خبرو غشي یو په بل پسې تیاره کې لګېدل او ګډون کوونکيو ته يې خبرې ډېرې عادي وې. ښکارېده چې وينا يې پای ته رسېده، په دې وخت کې د ارزو ټلويزون خبريال مبصر معروف غوښتل د خبریالانو د هدفي وژنو د زیاتوالي او د یما سیاوش د وژنې قضیه د څېړنې څرنګوالي په اړه وپوښتي؛ خو ولسمشر غني د هغه خبرې پرې کړې او پرې يې نه ښود چې خپله پوښتنه بشپړه کړي.

مبصر معروف له سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د جمهوري رياست ساتونکيو يا پي‌پي‌اس ورسره فزيکي چلند کړی او د مبشر معروف د غلي کېدو لپاره يې  د نوموړي پر کامرې وار کړی دی.

نوموړی وايي چې د جمهوري رياست د ساتونکيو چلند ګواښوونکی و.

معروف زياتوي، د خبريال د ملي ورځې د نمانځلو په ورځ کې د خبريال د خولې تړل ښيي چې حکومت د بيان ازادۍ ته ژمن نه دی.

نوموړی  وايي، په اوسني وضعيت کې د داسې مراسمو ترسره کول، نمايشي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې هېواد کې  ۱۱ خبريالان وژل شوي دي او ۵۰ رسنۍ تړل شوې دي.

الیاس داعي، بسم الله عادل، رحمت الله نېکزاد، یما سیاوش، ضمیر امیري، شفیق الله، ملالۍ میوند، شهناز روفي، سعدیه سادات او مرسل واحدي هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي چې سږ کال وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام