د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشتبرچي اسیابینې سیمې يوشمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اوبو د کمښت له امله له دې سیمې کډه شوې دي.
محمدجمعه او مژګان سلاموطندار ته ویلي چې هره ورځ د اړتیا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره څو ساعته په لیکو کې ولاړ وي. دوی زیاتوي:
«د کورنۍ یو غړی مو اوبو ته ځانګړی کړی. خلک په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. خلک هره ورځ د سهار له څلورو تر ماښامه په تمه پاتې کېږي. ځینو کورنیو دا سیمه پرېښوده. ما هم غوښتل چې کډه وکړم، خو لور او زوی مې دلته ښوونځي ته ځي، ونه توانېدم چې ولاړ شم.»
«د دې سیمې اوسېدونکي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د اوبو پېرلو وسه نه لري، ناچاره دي چې بل ځای ته کډه شي. هغه کسان چې دلته اوسېږي، هم له ناچارۍ ده. خلک په ناوړه وضعیت کې دي.»
په همدې حال کې د اوبو رسولو د يوه خصوصي شرکت مسوولان چې په دې سيمه کې ٢٢٠٠ کورونو ته اوبه رسوي وايي، د شرکت څاهګانې یې هم وچې دي او نهشي کولای چې بله څاه وباسي.
د دغه شرکت مسوول سیدحکمتالله سادات وايي: «د دې ستونزې د حل لپاره مو دولت او خلکو ته مخ ور واړوه؛ دولت وايي چې قراردادونه مو بدل کړئ، څو د څاه کیندلو اجازه درکړو. خلک وايي، د جمهوریت دورې د قرارداد له مخې اوبه راکړه. بیا مو هم د څاه عریضه کړې. د دوو څاهګانو قراردادونه بشپړ شوي، خو په دې قرارداد اجازهلیک نهشوو ترلاسه کولای.»
بلهخوا د اوبو او برښنا وزارت په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بولي او وايي، د پلازمېنې تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه د اوبو د ایستلو کلنۍ کچه د دغو سرچینو د تغذیې په پرتله ۶۲ سلنه زیاته ده.
د دغه وزارت د تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رییس عزیزالرحمان عزیز وايي، اوس خلک هغه اوبه کاروي چې پېړۍ مخکې تر ځمکې لاندې زېرمه شوي او په خبره یې، دا د اوبو کچې د ټیټوالي لامل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د اوبو رسولو ریاست مسوولان وايي، دغه شرکت یوازې د کابل ښار له ۲۵-۳۰ سلنه خلکو ته اوبه رسولی شي. د کابل ښار د اوبو رسولو ریاست رییس شفاالله زاهدي وايي: «زموږ اووم زون چې په کمپنۍ کې دی، ظرفیت یې ټیټ دی. همدا لامل دی چې د برچي خوا ټولو سیمو ته اوبه نهشوو رسولی. هلته خصوصي شرکتونه فعالیت کوي.»
دا په داسي حال کې ده چې د اوبو کمښت په نړۍ کې پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش دوه ورځې وړاندې هم اعلان وکړ چې په نړۍ کې له دوو تر درې میلیارډه وګړي د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.