Asset 1SWN

سلام وطندار

پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړی تلین؛ د قربانیانو کورنۍ لا هم ویرجنې دي

کاج-2-qd66zoizml6g9qq2w70wg4vxl57hmi0h5hzvf142o8

یوه ځانمرګي بریدګر له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ، د تلې میاشتې په اتمه نېټه، سهار مهال د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند دشت‌برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز داسې مهال برید وکړ چې هلته د کانکور ازمایښتي ازموینه روانه وه. اوس له دې خونړۍ پېښې یو کال تېر شو، خو په دغه برید کې د قرباني شويو زده‌کوونکو د کورنیو غړي وايي، لا هم د خپلو اولادونو د غم پر ټغر ناست دي.

په دغه برید کې لږترلږه ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه. مرضیه چې په یاد برید کې د وژل شوې نازنین مور ده وايي، لور یې غوښتل ډاکټره شي، خو خپل ارمان یې ګور ته یووړ. هغه زیاتوي: «د نازنین موخه د کابل طب و. ویل به یې چې له طب پرته بل هېڅ نه وایم. له طبي پوهنتون سره یې دومره مینه لرله چې یوه جمعه وزګاره وه، پلار ته یې وویل چې د کابل طبي پوهنتون ته مې وروله، پلار یې د کابل طبي پوهنتون ته وروستلې وه.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نازنین خور سحر بیا وايي، پلار یې چې د مالدارۍ کاروبار یې کاوه، هڅه یې کوله چې د خپلې لور د زده‌کړو لګښتونه پوره او هغه خپلو هیلو ته ورسوي، خو دا هر څه یوازې یو ارمان پاتې شول. نوموړې زیاتوي: «نازنین د کاج نوموتې زده‌کوونکې وه. په شپه او ورځ کې به یې درې ساعته خوب کاوه. ناپوهانو مې خور پرېنښوده چې خپلو موخو ته ورسېږي.»

د دغه برید یو بل قرباني شل کلن اسدالله و چې د کانکور ازموینه کې د اول‌نومره‌ګۍ لپاره کابل ته راغلی و او دلته یې شپه او ورځ درسونه لوستل، خو هغه هم پر کاج ښوونیز د تېر کال برید کې ووژل شو. د اسدالله ورور محمد فهیمي وايي، هغه به تل د کاج ښوونیز مرکز ازمایښتي کانکور ازموینو کې لومړی مقام ترلاسه کاوه.

د نوموړي په خبره، د ورور له وژل کېدو وروسته یې مور لا هم جرات نه‌دی کړی چې له بلخ ولایت څخه کابل ته د خپل زوی قبر لپاره راشي. محمد چې د خپل ورور ټول درسي توکي او ستاینلیکونه یې ساتلي وايي، مور یې د اسدالله له وژل کېدو وروسته د زړه پر ناروغي اخته شوې ده.

هغه زیاتوي: «کله مې چې مور خبره شوه، هېڅ تمه مو نه وه چې مور به مې بېرته ښه شي. مور به مې د ورځې ارامه وه، خو کله به چې ټول ویده شول، یوه شپه مې ورته پام شو چې په نیمه شپه کې یې ژړل؛ سخت درد یې وزغمه.»

لطیفه چې ۱۹ کلنه وه، هم په دغه برید کې وژل شوې ده. د هغې مور وايي، لور یې په ډېرو ستونزو او سختو شرایطو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ چې په راتلونکي کې د خپل پلار د اوږو بار کم کړي، خو هر څه یې د تمې خلاف وشول.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وايي: «ړنده دې شم، تېر کال ژمی یې په دې خونه کې له بخارۍ پرته ژوند وکړ، د شپې تر یوې یا دوو بجو به یې درسونه ویل. په ډېرې سختۍ یې درسونه لوستل، پښېبله به پاتې کېده، سرتوره به پاتې کېده، په نس به مو نه شوای مړولی.»

د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د کاج ښوونیز مرکز مسوولان وايي، تېر کال پر دغه مرکز شوي ځانمرګي برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر ټپیان شوي وو چې ډېری یې نجونې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام