پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړی تلین؛ د قربانیانو کورنۍ لا هم ویرجنې دي

یوه ځانمرګي بریدګر له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ، د تلې میاشتې په اتمه نېټه، سهار مهال د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند دشت‌برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز داسې مهال برید وکړ چې هلته د کانکور ازمایښتي ازموینه روانه وه. په دغه برید کې لږترلږه ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

«لور مې په ساعت او چلې وپېژندله»

د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې سید‌الشهدا ښوونځي ته څېرمه د شوې چاودنې د قربانیانو په اړه د راپورونو په دوام، دا ځل د زرغونې او عادلې کور ته ورغلم.
د چاودنې پر سبا د دشت برچي له ټولو جوماتونو د قرآنکریم غږ خوت، خو نن یې کوڅې پر تور رنګ پوښلې دي. یوازې ۸۵ کورنۍ د غم پر ټغر نه دي ناستې، بلکې ټول افغانان او ان نړۍ د یادې پېښې قربانیانو د هیلو پر خاورې کېدو ویر کوي.