Asset 1SWN

سلام وطندار

پر کاج ښوونیز مرکز د برید یوکال؛ «دې برید د ژوند له هر کاره غورځولی یم»

ZI4OX32DQFAPDMFWTKS4VPSYSQ

د کابل لوېدیځ دشت‌برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید د یوه کال په تېرېدو لاهم د دې پېښې یو‌شمېر ټپیان له رواني اړخه نه‌دي رغېدلي.

یوشمېر دغه زده‌کوونکي چې د تېر کال د تلې پر اتمه نېټه پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګي برید کې ټپیان شوي وو، سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې پېښې جسمي او رواني زیانونو له کبله لاهم خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه نشي ترسره کولای.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سلام‌وطندار په دې راپور کې د کاج ښوونیز مرکز پېښې شپږ ټپیانو او د څلور ټپیانو له کورنیو سره خبرې کړي چې د یادو ټپیانو له ډلې یې نهه دې خونړي برید کې د ټپونو له کبله خپل ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.

مصطفی امیني چې د کاج خونړي برید کې څو ځایه پر بدن ټپي شوی، لاهم په یوه پښه کې یې چره پاتې او د فیزیکي کارونو د ترسره کولو توان نه‌لري. نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې له دې برید وروسته یې ژوند بې‌نظمه شوی دی.

هغه وویل: «دې برید ډېر جسمي ضربه رارسولې. د ژوند له هر کاره لوېدلی یم او هغه ‎ژوند مې چې پخوا درلود، اوس یې نه‌لرم، حتا د دې پېښې د عاملانو پیدا کول هم زما درد نشي دوا کولای.»

مریم نظري چې دې پېښه کې ټپي شوې، وايي، له برید وروسته یې فکري تمرکز له لاسه ورکړی او ژوند یې تریخ شوی دی. هغې وویل: «له برید وروسته تراوسه پر لاره نشم تللی، جامې نشم وینځلی، تمرکز مې له لاسه ورکړی. د پخوا په څېر د درس ویلو وړتیا نه‌لرم، زړه درد کوي کله چې هغه برید رایاد شي. د دې لپاره چې د سردرد مې ښه شي، انګلیسي کورس مې نیولی، ومې نشوای کړای او خوشې مې کړ.»

د یو‌شمېر هغو زده‌کوونکو کورنۍ چې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې ټپیان شوي، وايي، اولادونو یې په کور دننه او بهر د جراحي عملیاتونه کړي، خو په وینا یې، لاهم نه‌دي رغېدلي.

د فاطمې سروري او نازدانه محمدي چې دواړو دې برید کې ۴۰سلنه د اورېدو ځواک له لاسه ورکړی او اوس اسپانیا کې تر درملنې لاندې دي، ورور یې الله‌یار راسخ وايي چې دواړه خویندې یې د هرې ورځ په تېرېدو د ژوند دوام ته خپله انګېزه له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل: «د دواړو غوږونو پردې یې شلېدلې، کله چې زنګ وهو، له بده‌مرغه روحیه له لاسه ورکوي. کله چې دلته هم وې، کار یې نشوای کولای، موږ کوښښ کاوه چې خواړه ورته ورسوو او داسې فکر ونه‌کړي چې دوی معلولې دي.»

په همدې حال کې فریده امیري د فاطمې امیري خور چې دې برید کې یې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې، وايي، نوموړې که څه هم ترکیه کې لوړې زده‌کړې کوي، خو د سترګې د ټپ له کبله نشي کولای په سمه توګه زده‌کړې وکړي.

نوموړې وویل: «دې برید مې خور ته دومره زیان رسولی و چې نشوای یې کړای، د کانکور ازموینه ورکړي، خو د کورنۍ په ملاتړ یې ازموینه ورکړه. پخوا به یې کمپیوټر کې کار کاوه، موبایل کې به یې زده‌کړې کولې، خو اوس چې نیم ساعت زده‌کړې وکړي، سترګه او سر یې درد کوي.»

بل‌خوا د کاج برید کې د ټپي شویو زده‌کوونکو کورنۍ وايي چې له تېر یوه کال راهیسې د هغو ټپونو او فشارونو له کبله چې د دوی اولادونو ته اوښتي، د دوی ژوند یې هم سخت کړی دی.

د کاج ښوونیز مرکز مسوول نجیب‌الله نجیب وايي، پر دې مرکز د تېر کال برید له امله ۱۵ ټپیان د درملنې لپاره له هېواده بهر استول شوې دي. هغه وویل: «ډېری ټپیانې نجونې وې، ځینې په کور دننه تر درملنې لاندې وې، خو ځینې چې ټپونه یې ژور وو، پاکستان، ترکیې او اسپانیا ته لېږل شوې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کاج ښوونیز مرکز د مسوولانو د معلوماتو له مخې، پر دې مرکز د تېر کال خونړي برید له امله ۵۳ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۲۰ نور ټپیان شوي وو چې ډېری یې نجونې زده‌کوونکې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام