پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړی تلین؛ د قربانیانو کورنۍ لا هم ویرجنې دي

یوه ځانمرګي بریدګر له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ، د تلې میاشتې په اتمه نېټه، سهار مهال د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند دشت‌برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز داسې مهال برید وکړ چې هلته د کانکور ازمایښتي ازموینه روانه وه. په دغه برید کې لږترلږه ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

لوګر کې د ۱۰۰میلیونه افغانیو په لګښت رغنېزې پروژې پلې کېږي

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د ملګروملتونو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختیا موسسې (UNOPS) په تخنیکي همکاري د شاوخوا ۱۰۰میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنیزې پروژې عملې کېږي.

محبوبه سراج د ۲۰۲۳کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې

د افغان ښځو او بشري‌حقونو فعاله محبوبه سراج د اوسلو سولې څېړنیز انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزې ته نومول شوې ده.

دغه انسټیټیوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا‌، زده‌کړو او فساد سره د مبارزې برخه کې اتله بللې او زیاته کړې یې ده چې نوموړې له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې برخه کې هم ګټور فعالیتونه کړې دي.

فاریاب کې «نابینا مېرمنې» د اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي

فاریاب کې یو‌شمېر «نابینا» مېرمنې وايي چې د وزګارتیا له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه مېرمنې له دولتي او نادولتي بنسټونو چې د نابینایانو برخه کې فعالیت لري، غوښتنه کوي، څو دوی ته د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.