Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې «نابینا مېرمنې» د اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي

2-1-q488vvgyolv1mcmto9i4i5nmpytonx0rge9rd4nxxk

فاریاب کې یو‌شمېر «نابینا» مېرمنې وايي چې د وزګارتیا له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه مېرمنې له دولتي او نادولتي بنسټونو چې د نابینایانو برخه کې فعالیت لري، غوښتنه کوي، څو دوی ته د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فاریاب کې یوې نابینا مېرمنې منیرې سلام‌وطندار ته وویل چې حکومت او مرستندویه بنسټونه د دغه ولایت له معلولانو سره هېڅ مرسته نه‌ده کړې او په وینا یې، دوی ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: «ژوند مو ډېر سخت دی، په سختۍ سره تېرېږي. پلار مې معلول دی او وزګاره کور کې ناست دی. مور مې غالۍ اوبدي او اړتیاوې مو پوره کوي.»

۱۵کلنه رخسار چې دا، مور او ورور یې د سترګو لید له نعمت بې‌برخې دي، سلام‌وطندار ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له کبله د ژوند کړۍ پرې راتنګه ده.

نوموړې وویل: «موږ نابینا یوو، اقتصادي ستونزو لرو. له حکومت غواړو چې زموږ ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو یو څه زده‌کړو، څو لاس مو چا ته ونه‌غځېږي او خپله خپل ژوند وکړو.»

په ورته مهال فاریاب کې د نابینایانو د ظرفیت لوړونې موسسې مسووله خال‌بي‌بي‌ همنوا وايي چې د شته وضعیت له امله ښځې نشي کولای مسوولانو ته خپلې ستونزې ورسوي.

هغې وویل: «یوه ستونزه چې موږ یې لرو، ښځو ته اجازه نه‌ورکوي چې ولایتونو ته لاړې شي او خپل او د معلولانو درد والي ته ورسوي. دفترونو ته ځوو، دفترونه وايي چې اوس موږ پروګرام نه‌لرو، هر کله مو چې لرله، تاسو ته خبر درکوو.»

د خال‌بي‌بي‌ په وینا، د دوی موسسې سره ۱۶۲ معلولې مېرمنې ثبت دي چې له ډلې یې ۴۵ نابینا دي او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو رییس ریحان‌الدین متوکل دغه ولایت کې د نابینایانو ستونزې تاییدوي او وايي، دوی هڅه کوي چې له اړوند بنسټونو سره پر همغږۍ نابینایانو او معلولو ته د حرفوي زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «دا ستونزه به د اړوند بنسټونو له مسوولانو سره شریکه کړو او هڅه کوو چې په همغږۍ یې د معلولانو او بې‌وزله ستونزې حل او د کار زمینه ورته برابره کړو. همداراز د حرفوي زده‌کړو کورسونو رامنځته کولو برخه کې هم خبرې روانې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

فاریاب کې نابینا او معلولانو بنسټونو مسوولان وايي چې د دغه ولایت نابینایان او معلولان ښې وړتیاوې لري، خو په وینا یې، د کاري زمینې او حرفوي زده‌کړو نشتون له کبله یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام