Asset 1SWN

سلام وطندار

محبوبه سراج د ۲۰۲۳کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې

f2430b6f38c8a1aefbd3595952b12a13

د افغان ښځو او بشري‌حقونو فعاله محبوبه سراج د اوسلو سولې څېړنیز انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزې ته نومول شوې ده.

دغه انسټیټیوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا‌، زده‌کړو او فساد سره د مبارزې برخه کې اتله بللې او زیاته کړې یې ده چې نوموړې له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې برخه کې هم ګټور فعالیتونه کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اوسلو سولې څېړنیز انسټیټیوټ «PRIO» پرون جمعه د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې لپاره د نوماندانو وروستی نوملړ خپور کړ.

د اعلان شوي نوملړ له مخې، محبوبه سراج له ایرانۍ نرګس محمدي سره یوځای د نوملړ په سر‌کې دي. نرګس محمدي ایران کې د اعدام سزا د لغوه کولو غوښتونکې او د بشري‌حقونو مدافع وکیله ده.



د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ته ویکټوریا تاولي کورپز، خوان کارلوس جینتیاچ، د عدالت نړیواله محکمه، کیاو میوتون، د میانمار د ملي‌ یووالي مشورتي شورا او د بشري حقونو د معلوماتو او شننې ډله هم نومول شوې دي.

د سولې نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سولې او بشري‌حقونو برخه کې یې ګټور او اغېزمن فعالیتونه کړې وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سږکال (۲۰۲۳) د سولې نوبل جایزې د ورکړې مراسم به د راتلونکې اکتوبر میاشتې په شپږمه جمعه ورځ ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام