د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک د اروپا ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې کېږي.

انالنا بربوک همداراز ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو  پر وضعیت ځانګړی پام لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې همداراز ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه هېواد کې ښځې او نجونې له ناوړه وضعیت سره مخ دي چې د کار کولو حق نه لري او نه‌شي کولای چې له محرم پرته سفر وکړي.

له دې وړاندې هم نړیوالې ټولنې او یو‌شمېر هېوادونو افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو اسلامي امارت تل افغانستان کې د بشرحقونو د تامین برخه کې ډاډ ورکړی دی.

افغانستان کې د بشري‌حقونو فعالان بیا هېواد  کې د بشري‌حقونو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د بشري‌حقونو فعال برهان سیرت وايي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ښځو حقونه اغېزمن شوي او خلک خپلې راتلونکې ته په اندېښنه کې دي.

د دې ترڅنګ افغانستان کې د ښځو حقونو  فعاله زینب غلامي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ښځو  د حقونو عدالت غوښتنې ځینو اعتراضونو کې یې هم ګډون کړی، وايي، که ښځې د خپل حق غوښتنه وکړي، له ګواښ سره مخ کېږي.

نوموړې وویل: «په اوسنیو شرایطو کې ښخط د زده‌کړو، کار او فعالیت حق نه لري. دا  د وروسته پاتې‌کېدو لامل کېږي. زه ناهیلې شوې یم، فکر نه کوم چې بیا مخکیني وضعیت ته وروګرځو.»

وموغښتل چې د المان د بهرنیو  چارو  وزېرې د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم راواخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې یو کال کېږي چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا واکمن شوی، خو تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې د نړۍ یو هېواد هم د خپل سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو ته قانع کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام