Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

316163737_5580718012024582_5579071558027075594_n

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته کارموندنه ښودل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسلک او هنر برخې یوه فارغه فاطمه محمدي چې خپل لبنیات یې نندارې ته ايښي، وايي چې د ورته نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو او د ښځو لاسي صنایعو د پراختیا لپاره ګټور تمامېږي.

هغه زیاتوي: «دغه نندارتون چې جوړ شوی، نه یوازې زما، بلکې د نورو ښځو لپاره رښتیا هم ښه دی او دوی کولای شي خپل کورني تولیدات، لاسي صنایع او جامې په‌کې نندارې او پلور ته کېږدي. مانا دا اسانتیا یې برابره کړې چې ښځې په ټولنه کې وپېژندل شي. زه له دغه نندارتون څخه خوښه یم، څو وکولای شم خپل ډېری محصولات په‌کې وپلورم.»

یوشمېر نورو ګډونوالو چې ډېری یې ښځې دي، هم په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع، لبنیات او جوړه کړې حکاکي نندارې ته ايښي دي. دوی له مسوولانو غواړي چې ملاتړ یې وکړي او محصولاتو ته یې بازارموندنې وکړي.

د مسلک او هنر برخې یوه بله فارغه عزیزګل وايي: «دا ډېره ښه ده چې موږ خپلې زده‌ کړې او ګنډلې جامې نندارې ته ايښي او خوښېږو چې ټولې ښځې د کارموندنې برخه کې همکاري وکړي، څو ټولو ښځو ته کار پیدا شي.»

د دغه نندارتون ګډونواله فرشته یعقوبي وايي: «د دوی باید لا ډېر ملاتړ وشي، څو په ښه ډول خپل محصولات بازار ته وړاندې او وپلوري. ډېره به ښه وي چې داسې نندارتونونه په ملي او نړیواله کچه جوړ شي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس میرزامحمد ابومنصور وايي، هڅه کوي چې نورې نجونې او هلکان هم د مسلک او هنر څانګه کې شامل او ورته د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د دغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال له پیل راهیسې په هرات کې د مسلک او هنر څانګې نه نږدې ۱۰۰۰ کسان فارغ شوي او ۲۵۰۰ ښځینه او نارینه په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام