هرات کې د دغه ولایت د مسوولانو او بزګرانو په ګډون نن د انګورو، انځیرو، شاتو او د مالدارۍ محصولاتو نندارتون پرانستل شو.

د یاد نندارتون ګډونوال، باغ لرونکي او کروندګر که څه هم د خپلو حاصلاتو ډېروالي ته خوښ دي، خو د مناسب بازار او بهر ته یې د صاداراتو له نشتون شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات باغ‌لرونکی جلیل احمد وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي. نوموړی زیاتوي، یوازینۍ ستونزه یې د سړک خرابوالي او د کیمیاوي سرې لوړې بیې دي چې په وینا یې، حکومت باید دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د نندارتون ښځینه ګډونوالې چې خپل کرنیز حاصلات یې ننداري ته کېښودلي، له مسوولانو غوښتنه کوي چې ښځينه کروندګرو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

د دغه نندارتون یوه ګډونواله غنچه‌ګل چې د شاتو د مچیو ساتنه و پالنه کوي وايي، وروستیو وچ کالیو سخته تاواني کړي چې اوس د مسوولانو لاسنیوي ته اړتیا لري.

خو د هرات ولایتي مسوولان، د معیاري سړو خونو نشتون او د پروسس او صادرات په برخه کې د هرات د کروندګرو ستونزې مني خو په خبره یې چې هڅه کوي په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د هرات د مالدارۍ او کرینزو حاصلاتو خونې مشر بشراحمد بهادري دغه ولایت کې د سړو معیاري خونو نشتون د کروندګرو له جدي ستونزو بولي او هیله‌مندي څرګندوي چې دغه ستونزه به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه نندارتون داسې حال کې پرانستل کېږي چې د هرات د ولایتي چارواکو په خبره، دغه ولایت کې سږکال د مالدارانو، کروندګرو او باغدارنو په حاصلاتو کې د نورو کالونو په پرتله نېږدې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام