د افغان سوداګرو په نوښت په کابل کې د کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون کې ۱۵۰غرفې نارینه‌وو او ۱۵۰هم ښځو ته ځانګړې شوي چې بېلابېل کورني او بهرني تولیدات په کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي د دغه نندارتون د پرانستې پرمهال وویل چې هېوادوالو ته د کار موندنې په برخه کې یو لړ پروګرامونه لري او نږدې راتلونکې کې به یو سهامي شرکت جوړ شي چې یوشمېر پانګوال به د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رییس‌الوزرا لومړی مرستیال او د اقتصادي کمېسیون رییس عبدالغني برادر دغه ډول نندارتونونه مهم بولي او په وینا یې، تل یې هڅه کړې چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل کړي.

هغه له ټولو سوداګرو غواړي چې هېواد کې په پانګونې سره افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي.

په ورته وخت کې د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي‌احمد پیمان وايي، خصوصي سکټور له ستونزو سربېره بېلابېلو برخو کې فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې صنعتي فابریکو ته نوره ځمکه هم ورکړي او د ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ته جدي پام وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال زیاتوي چې دا مهال هېواد کې ۵زره صنعتي فابریکې فعالیت کوي او شاوخوا ۴زرو کسانو ته په کې په مستقیم او له یو میلیون ډېرو نورو ته په غیرمستقیمه توګه کاري زمینې برابرې شوي‌ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ایران سفارت مستشار محمد حسن شېرزایي هم د دغه نندارتون د پرانستلو پرمهال وویل، بېلابېلو برخو کې افغانانو سره مرستو ته چمتو دي او روان کال به کابل کې ورته نندارتونونه جوړ کړي.

د یادونی ده چې تر دی وړاندی هم کابل او ځینو نورو ولایتونو کی د کورنیو او بهرنیو تولیدی توکو نندارتونونه جوړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام