کابل کې نن د لومړي ځل لپاره د افغان مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونې له لوري د (اختر بازار) په نوم نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون مسوولانې وایي دا د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د ښځو لومړنی نندارتون دی چې د ښځو په مشرۍ جوړېږي.

د دغه نندارتون جوړوونکې رویا حافظي وایي، په دغه نندارتون کې ۷۰ غرفې چې زیاتره یې لاسي صنایع دي نندارې ته وړاندې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رویا حافظي وایي چې د دغه ډول نندارتونونو جوړل د سوداګرۍ ودې او د افغاني تولیداتو ملاتړ په ځانګړي ډول د ښځیه سوداګرو د کار پراختیا لپاره ګټور دی.

په همدې حال کې سوداګرې میرمنې له هېوادوالو څخه غواړي چې د ښځو له سوداګرۍ څخه د ملاتړ په موخه دې د مېرمنو له تولیداتو استفاده وکړي.

سعيده غزنيوال چې سوداګره ده وايي، په تېرو نهو مياشتو کې د سوداګريزو فعاليتونو بندېدل او د نندارتونونو نه جوړېدل د ښځو د سوداګرۍ د ودې مخه ډب کړې خو اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغان میرمنې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سیمې او نړۍ په کچه خپلو کارونو ته پراختیا ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېرمن غزنیوال وایي: « له خپلو درنو هېوادوالو څخه هیله کوو چې د دغو مېرمنو له محصولاتو څخه واخلي څو وکولی شو پر ځان بسیا واوسو. که چېرې د خپلو سوداګرو محصولات واخلئ هېواد به پرمختګ لوري ته روان شي.»

د یادونې وړ ده چې د افغاني تولیداتو او لاسي صنایعو لپاره د بازار نشتون د ښځو د سوداګرۍ په برخه کې له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام