بلال کریمي: د ا.ا له راتلو وروسته پر هېڅ ښځې ظلم نه دی شوی او نه وژل شوې

اسلامي امارت د ملګروملتونو د کارپوهانو ویناپاڼې ته په غبرګون کې وايي چې افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته، پر هېڅ ښځې ظلم او تېری نه دی شوی او هېڅ مېرمن نه ده وژل شوې. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکه ډلې په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې امریکا او اسلامي امارت افغانستان کې د ښځو وضعیت د خرابوالي مسوول دي.

ناپېژنده وسله‌والو سمنګان کې پنځه کسان وژلي

سمنګان کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پرون ماښام د دغه ولایت د دره‌صوف پایان ولسوالي «کوتل رېګ» سیمه کې ۵ ملکيان چې کاریګر وو، د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي. سرچینې وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلووم، خو وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي. که څه هم تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کسان د چا له‌خوا وژل شوي، خو د وحدت ګوند مشر محمد محقق داعش ډلې ته اشاره کړې.