سمنګان کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پرون ماښام د دغه ولایت د دره‌صوف پایان ولسوالي «کوتل رېګ» سیمه کې ۵ ملکيان چې کاریګر وو، د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا په مرموز ډول په ډزو وژل شوي دي.

سرچینې وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلووم، خو وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي او د دره‌صوف ولسوالي اوسېدونکي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته ورخت کې د وحدت ګوند مشر محمدمحقق پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې ترهګر یو موټرچلونکی او څلور مسافر د سمنګان ولایت دره‌صوف پایان ولسوالي کې نیولي او وروسته یې په بې‌رحمۍ سره وژلي دي.

که څه هم تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کسان د چا له‌خوا وژل شوي، خو د وحدت ګوند مشر محمد محقق داعش ډلې ته اشاره کړې.

نوموړی وايي، دغه کسان داسې مهال وژل شوي چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني ویلي و، داعش ډله د هېواد هېڅ کومه سیمه کې علني او فزیکي حضور نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له پرله‌پسې اړیکو سربېره د سمنګان ولایت ځايي مسوولان په دې اړه څه نه وايي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام