سره له دې چې اوس په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لامل شوې چې ښوونیز مرکزونه تړلي او زده‌کوونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د دغو ولایتونو د پوهنې او لوړو زده‌کړو د بنسټونو مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې ښوونځي او پوهنتونونه په ولسوالیو کې د جګړې له کبله تړلي او یوشمېر هغه یې پر سنګرونو بدل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار د پوهنې رییس عبدالسمېع ابدیار وايي، دواړو لوریو ښوونځي خپل سنګرونه ګرځولي او په یوشمېر هغو کې یې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د بغلان د پوهنې رییس سیداسماعیل مجاهد هم وايي، په هغو سیمو کې چې جګړه ده، ښوونځي تړلي او په ښار کې بیا د زده‌کوونکو ګډون کمرنګه دی.



د لوړو‌ زده‌کړو د بنسټونو مسوولان هم په دې اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، محصلان په ځینو پوهنتونونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د سنګرونو جوړولو له کبله زده‌کړې نه شي کولای.

د تخار پوهنتون رییس خیرالدین خیرخواه وايي، په پوهنتونونو کې د امنیتي ځواکونو د سنګرونو جوړېدو او دغو سنګرونو ته د وسله‌والو نږدېوالي له کبله نه شوي کولای د زده‌کړو لړۍ پیل کړو.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه آرین هم په ځینو ولایتونو کې د یوشمېر ښوونځيو تړل کېدل مني، خو وايي چې امنیتي وضعیت ته په کتو به یې پرانېزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت په دې اړه څه نه وايي، خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د سنګرونو په توګه د ښوونځیو او پوهنتونونو کارول نه مني او وايي، هغه مرکزونه چې طالبانو ترې د سنګر په توګه کار اخیست، بېرته نیول شوي دي.

طالبانو له څو میاشتو راهیسې په یوشمېر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د امنیتي ځواکونو او طالب وسله‌والو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام