Asset 1SWN

تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې

images-3-p3m7o9cdgjbzsnf9blsp2dp96pxmavo7uhw1w9bdt8

د تخار د پوهنې ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده. د دوی په وینا، د طالب ډلې وسله‌والو د تخار په «قلبرس» او «چایله» سیمو کې نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه ورکوي.

د تخار د پوهنې ریاست د مسوولانو په خبره، که څه هم یادې ډلې نن سهار د سیمې د خلکو په منځګړتوب د تالقان ښار په «قلبرس» سیمه کې اجازه ورکړې چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، خو دا ستونزه د بهارک ولسوالي په «چایله» سیمه کې لا پر خپل ځای ده.

د راپورونو له مخې، طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، نجونو ته له شپږم نه په لوړو ټولګیو کې د زده‌کړو اجازه نه ورکوي.

طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس له اوږده ځنډ وروسته چې د کورونا له کبله د ښوونځیو په زده‌کړو او ازموینو کې راغلی و، د زده‌کوونکو ازموینې پیل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام