له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. په دې ډله کې د ارغنداب ولسوالي ډېری سیمې لا هم پر ماینونو پوښلې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یادو ولسوالیو کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او له شل زرو تر ۲۵ زرو زده‌کوونکي چې نجونې هم په‌کې دي، له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، په یادو جګړو کې یوشمېر ښوونځي چ؛ې په ارغنداب ولسوالي کې ۱۴، په ژېړۍ کې ۱۴، په میوند کې ۱۰ او په پنجوايي کې هم ۷ ښوونځي نه یوازې د وروستیو جګړو له امله زیانمن شوي، بلکې د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي هم دي. نوموړی وايي، که امنیت ښه او خلک خپلو کورونو ته ستانه شي، په درسي بهیر کې بله ستونزه نه لري.

د یادو ولسوالیو هغه زده‌کوونکي چې اوس کندهار ښار او یوشمېر نورو ولسوالیو ته را کډه شوي، له دولت څخه غواړي چې د سیمو امنیت یې ټینګ کړي، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. یو زده‌کوونکی احمد وايي، د ناامنیو له کبله یې خپلې سیمې پرېښي او اوس غواړي چې بېرته ستانه شي او زده‌کړو ته دوام ورکړي.



یوه بله زده‌کوونکې فریده چې کندهار ښار ته را کډه شوې وايي، له پنځو میاشتو راهیسې زده‌کړې ترې پاتې دي او هیله لري چې په سیمو کې یې جګړې ودرېږي او دوی بېرته ښوونځیو ته ولاړ شي.

د دغو زده‌کوونکو میندې او پلرونه هم وايي چې د خپلو بچیانو راتلونکې ته اندېښمن دي؛ ځکه په وینا یې، جګړې یې له یوې خوا کورونه او باغونه له منځه وړي او بله‌خوا یې بچیان له زده‌کړو پاتې دي.

په هېواد کې د جګړې درېدل، د سولې راتګ او خپلو مېنو ته ستنېدل د دغو کورنیو یوازینۍ هیله ده. دوی وايي، تمه لري چې هېواد به د ارام ساه واخلي او نه یوازې خپل ژوند به پیل کړي، بلکې د بچیانو زده‌کړو ته به هم پام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام