د پکتیا اوسېدونکو په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ځینو ښوونځیو له پرانېستلو هرکلی کړی دی.

د مرکز ګردېز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي، خوښ دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته ځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د خلکو غوښتنو ته درناوی ولري او ټولو سیمو کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د ګردېز اوسېدونکي فضل‌الدین وویل: «د پکتیا په نورو سیمو کې هم باید د نجونو ښوونځیو پرانېستلو ته اجازه ورکړل شي چې نجونې خپلو درسونو ته لاړې شي. دا پښتنه ټولنه ده، ډاکټرې ته هم اړتیا لري، ځکه دلته نارینه ډاکټر ته ښځینه ناروغ وروستل کېږي. زموږ له دود او دستور سره نه ښایي، نو باید نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.»

دوی د نجونو زده‌کړې د ټولنې مهمه اړتیا بولي او وايي، پرته له زده‌کړو به ټولنه کې شته ناخوالې نورې هم زیاتې شي.

د پکتیا یو بل اوسېدونکی اصف‌‌خېل بیا د نجونو ښوونځیو پرانېستل د خلکو او اسلامي امارت په ګټه بولي او وایي، د ښوونځیو پرانېستل به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې ګټور تمام شي او له نړیوالو سره به د تعامل موضوع حل شي.

نوموړي وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو ستونزه حل شي، ځکه دا ډېرې ګټې لري، له‌ یوې خوا خلک  خوشحال دي او له بل لوري به له نړیوالو سره تعامل موضوع هم حل شي او اسلامي امارت ته به ګټه وکړي.»

د پکتیا ولایتي چارواکو پرون ویلي و چې مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې د نجونو پنځه ښوونځي د مدیرانو او خلکو له‌خوا پرانېستل شوي، خو د پوهنې ریاست او وزارت له‌خوا نه ورته د پرانېستل‌کېدو او نه هم د بندیدو کوم حکم شوی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن وویل، پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په اړه پلټنه کوي.

له دې سره پکتیا کې یوې باوري رسمي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، هغه ښوونځي چې ښځینه ښوونکې ولري، د ښوو‎نځي مسوولان او د سیمې خلک کولای شي، ښوونځي پرانیزي، خو د سرچینې په وینا چې د پوهنې ریاست د ښوونځیو د خلاصېدو او د بندېدو کوم رسمي مکتوب ښوونځیو ته نه دی لېږلی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې خبرې یوازې په شفاهي توګه د ښوونځیو مسوولانو ته شوي او کوم رسمي مکتوب نه دی ورکړل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام