Asset 1SWN

یوناما: د ا.ا د محدودیتونو دوام افغانستان کې د بشري مرستو بهیر اغېزمنوي

Roza Otunbayeva in SAMO 2

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا وايي، افغانستان کې پر ښځو او نجونو د اسلامي امارت لګېدلي محدودیتونه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمنوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوناما مشرې چې نن یې د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) په دفتر کې د راډیو نړیوالې ورځې په نمانغونډه کې خبرې کولې وویل، تل یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو پر مهال د هغوی له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د لګېدلیو محدودیتونو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هغې په خبره، نړیواله ټولنه د افغانانو وضعیت ته په پام هغوی ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی لري، خو د اوسني حکومت له لوري لګېدلي محدودیتونه د دغو مرستو پر وړاندې خنډونه جوړوي او دا به افغانستان له پرمختګ نه لرې وساتي.

روزا اوتونبایوا زیاتوي: «موږ غواړو چې افغانستان مثبت لوري ته وخوځېږي، په دې شرط چې محدودوونکې پالیسۍ لغوه شي.»

د یوناما مشره په افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې مخنیوی یې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړې په وینا، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره لږترلږه ۲۸ میلیونه افغانانو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم لومړی له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړلې او بیا یې نجونې او ښځې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو او کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له له کاره راوګرځولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام