د افغانستان په ډېرې لری پرتو سيمو کې له کلتوري محدوديتونو سربېره نجونې ښوونځيو ته ځي او د لوړو زدهکړو هيلې لري. تازه د پکتيا مرکز ګردېز کې له ۲۴ لېسو څخه ۱۹۰۶ زدهکوونکي چې ۳۵۴ يې نجونې دي فارغې شوي.
دغه فارغې شوې ښځینه زدهکوونکې د لوړو زدهکړو راتلونکي نامعلومه برخليک څخه اندېښنه ښيي او اسلامي امارت څخه غواړي چې د نجونو د لوړو زدهکړو لپاره زمینه برابره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې د دوی لپاره بسنه نه کوي او باید د دوکتورا او ماسټرۍ د زدهکړو زمینه ورته برابره شي. دوی زیاتوي چې غواړي د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او د افغانستان د دردونو لپاره مرحم شي.
د دغو فارغه شویو زدهکونکو له ډلې نرګس غفورزۍ بیا پهدې نظر ده چې ټولنه کې د نارينهوو ترڅنګ د نجونو زدهکړه ضرورت او د ټولنې په لومړيتوبونو کې راځي. هغې وویل، اوس وخت کې دا د هرې کورنۍ ارمان دی چې لوڼې یې زدهکړې وکړي.
د پکتيا ځايي مسوولان وايي، اسلامي امارت د يوې نوې طرحې پر بنسټ ټول هېواد کې د نجونو د لوړو زدهکړو لپاره هڅې کوي او ډېر ژر به پيل شي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس خالقيار احمدزی سلاموطندار ته وویل: «اسلامي امارت ژمن دی، چې د طرحې جوړولو وروسته، چې نجونو په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو زمينه جوړه کړي، په دې برخه کې به ان شاالله د تراسپورت ستونزه هم نه وي، يو ښه ميکانيزم رامنځته کېدونکی دی، ټولو نجونو ته ډاډ ورکوو، چې خپل تعليم ته دې دوام ورکړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پکتيا کې لېسو څخه فارغې شوې نجونې داسې مهال د لوړو زدهکړو غوښتنه کوي چې افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره نجونې د زدهکړو له حق محرومې شوي او د ټولنې دغه ټبر د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره تل اعتراض کړی دی.