د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، که څه هم په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نجونو د زده‌کړې پر وړاندې خنډونه لرې شوي؛ خو لاهم د څوارلس ولسواليو څخه په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې فارغانې نه لري.

د پکتیا ولایت د پوهنې رياست د معلوماتو پربنسټ، دې ولایت کې د نجونو ۸۸ ښوونځيو له ډلې ۱۶ یې لېسې، ۹ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي چې تر ۷۰ زره زياتې نجونې په‌کې پر زده کړو بوختې دي.

مسوولان وايي، په تېرو څو کلنو کې د مرکز ګردېز په ګډون احمدابا، سيدکرم، ميرزکه، اريوب ځاځي، څمکني او پټان ولسواليو کې له ښوونځیو نجونې فارغانې لري، خو په پاتې نورو؛ زرمت، وزي ځدراڼ، ګرده څېړۍ، شواک، جانيخېل او لجه منګل ولسواليو کې لا هم په دې نه دي توانيدلي چې نجونې د دولسم ټولګي زده کړې بشپړې کړي.

د پکتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستيالې روحانيې سحر سلام‌وطندار ته وويل، اوس هم په يادو ولسواليو کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې زياتې ستونزې پرتې دي.

نوموړې وايي، لا هم نجونې د کلتوري محدوديتونو او په ځينو سيمو کې د امنيتي ستونزو له وېرې په ډاډه زړه ښوونځیو ته نه شي تللای.

روحانيه سحر وايي، له زرمت پرته په ټولو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي پرانيستي دي او په راتلونکيو کلونو کې به فارغانې ولري.

پکتيا کې د بشري حقونو خپلواک کميسون د نجونو زده‌کړه د دوی بشري حق ګڼي او وايي، په دې برخه بايد ولس د خپلې ښې راتلونکې لپاره د پوهنې له بهير سره همکاري وکړي.

په سوېل ختيځ زون کې د یاد کميسون غړې زرمينې شمس وويل، له پخوا څخه د زده‌کړو سره د خلکو مينه زياته شوې؛ خو لا هم د نجونو د تعليم پر وړاندې خنډونه پراته دي.

د پکتيا اوسېدونکې بصيره مصور وايي، له ښځو سره د کورنيو توپيري چلند د دې لامل کېږي چې نجونې له زده‌کړو پاتې شي.

د پکتيا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې د نجونو د زده کړې د ښه والي په موخه ۷۵۰ ښځينه ښوونکې په دندو ګمارل شوي او په پام کې ده چې نورې ښځينه ښوونکې هم جذب کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام