پکتيا کې تېر څو کلونه؛ د ۷ ولسوالیو له ښوونځيو نجونې نه دي فارغې شوي

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، که څه هم په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نجونو د زده‌کړې پر وړاندې خنډونه لرې شوي؛ خو لاهم د څوارلس ولسواليو څخه په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې فارغانې نه لري.

د پکتیا ولایت د پوهنې رياست د معلوماتو پربنسټ، دې ولایت کې د نجونو ۸۸ ښوونځيو له ډلې ۱۶ یې لېسې، ۹ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي چې تر ۷۰ زره زياتې نجونې په‌کې پر زده کړو بوختې دي.